خبرونهورزش

په ننګرهار کې کلنۍ سپورټي مېله پرانیستل شوه

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ او د هېواد د ورزش ادارې د رهبرۍ له لوري د یاد ولایت په خراسان پوهنتون کې د کلنۍ مېلې سپورټي اوونۍ پرانیستل شوه.

په دې سپورټي مېله کې له همڅنګو ولایتونو او ولسوالیو څخه د والیبال، کرکټ، تکواندادو، فوټبال او جمناسټیک بېلابېلو مخکښو لوبډلو او لوبغاړو ګډون کړی، چې نندارې ته یې د ورزش ګڼ مینه وال، مشران او عام وګړي راټول شوي وو.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق د دې برنامې پر پیل خوښي وښوده او په خپلو خبرو کې يې ځوانان سپورټ ته وهڅول او د روغ تن لپاره یې د سپورټ پر پاللو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چې اوس تر بل هر وخت سپورټ ته ډېره پاملرنه شوې او هڅه کوي څو په ټول هېواد کې د ورزش په بېلابېلو برخو اړین پرمختګونه رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې برنامې په پای کې په ګرمو غوړیو مخ او لاسونه مینځل، په سر چارمغز ماتول، ښېښې خوړل او نور هېښوونکي نمایشونه هم ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته