په ننګرهار کې کروندې او د استوګنې کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي
کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
په ننګرهار کې د يو استنادي دېوال په جوړېدو سره سلګونه جريبه کروندې او د استوګنې لسګونه کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي.
دغه دېوال د څه دپاسه ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د کوټ ولسوالۍ په خان خېلو کلي کې د سيند ترڅنګ جوړېږي.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د دغه دېوال د جوړولو لپاره اته میليونه افغانۍ لګوي.
د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره سلګونه جريبه کروندې او د استوګنې لسګونه کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي.
هغه وويل چې دغه دېوال به تر راتلونکې يوې مياشتې پورې جوړ شي.
ختم-ج –ا