Uncategorizedټولنه

په ننګرهار کې څه دپاسه زرو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
په ننګرهار کې پر څه دپاسه زرو بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرستې نړیوالو مرستندویو بنسټونو له دې جملې څخه د نړۍ د خوړو سازمان او د ملګرو ملتو سازمان د کډوالۍ ادارې برابرې کړې وې.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، دال، بسکوېټ او د ماشومانو لپاره مغزي خواړه شامل دي.
په ننګرهار کې پر بې وزلو کورنیو د مرستو د وېش بهیر دغه راز دوام لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته