ټولنه

په ننګرهار کې څارويو د درملنې له يوه مرکز څخه ګټه اخستنه .

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
دننګرهار ولايت دلعل پورې په ولسوالۍ کې دڅارويو د درملنې يو مرکز ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دغه مرکز دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا دنهه سوه زرو افغانيو په لګښټ جوړ شوى دى .
دننګرهار ولايت دلعل پورې ولسوال صاحب زاده ګل طارق دباختر آژانس خبريال ته وويل :  چې د دغه مرکز په تاسيساتو کې دڅارويو د درملنې ، د لنډمهال لپاره دهغوې دساتنې او د درملنې دنورو خدمتونو لپاره دهغوې دساتنې او د درملنې دنورو خدمتونو لپاره بيلابيلې څانګې په پام کې نيول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان  ددرملنې دمرکزونو او د درملودنشتوالي  په نسبت کال په کال په سلګونو څاروي له منځه ځي.
دلعل پورې ولسوالۍ مالدارانو ددغه روغتيايي مرکز دجوړيدو هرکلۍ وکړ او ويې ويل چې ددغه مرکز په فعاليت سره به د څارويو دله منځه تللو په  کچه کې کمښت رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته