امنیت

په ننګرهار کې پوځيانو ته دداعش دغړو دتسليمي دبهير دوام .

کابل / دليندې ٩مه / باختر :
په ننګرهار کې  پوځيانو ته  دداعش دډلې  دغړو دتسليمي دبهير په دوام ، ١٦ جګړه ماران پرون ناوخته  تسليم شول .
دغه داعشيان  کله چې په دې پوه شول  چې په اچين کې  دډار اچونې ضد عملياتو په بهير کې وژل کېږي  له خپلو کورنيو سره  دکوماندو ځواکونو ته تسليم شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې په دې پړاو کې  دداعش  ١٦غړي  له خپلو ميرمنواو بچيانوسره پوځيانو ته تسليم شول .
هغه وويل:  په ننګرهار کې دداعش په سنګرونو برېدونه زور اخستى دى .اوپاکستان ته ددغو جګړه مارانو دتګ راتګ لاره هم  تړل شوې ده .
   دترلاسه شويو شمېرنو له مخې ، په ننګرهار کې  دداعش په مرکزونو دبرېدونو له زور اخستو څخه  دکابو شپږو مياشتو په بهير کې  ددغې ډلې  څه دپاسه زرکورني اوبهرني غړي  له خپلو کورنيو سره  پوځيانو ته تسليم شوي دي .
ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته