امنیت

په ننګرهار کې په کابو دوه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول

کابل باختر دوري شلمه :
په ننګرهار ولايت کې په کابو دوه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول ..
دغه اقدام په اچين ولسوالۍ کې دکوکنارو دکرکيلې پرخلاف دکمپاين  په بهير کې ترسره شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې ددغه کمپاين  په نوي اقدام کې په اچين ولسوالۍ کې دکوکنارو دکرکيلې  ١٩٠ جريبه  ځمکې ويجاړې شوې .
ده هغو بزګرانو ته چې دنشه يي توکو په کرلو لاس پورې کوي خبر دارى ورکړ چې دغه کار ته دوام ورکړي و نيول شي او مجازات به شي .
  په ننګرهار ولايت کې دکوکنارو دکرکيلې دويجاړولو کمپاين له يوې اوونۍ څخه راپديخوا دامنيتي ځواکونو په همکارى  دسيمه ئيزو مسوولانو له خوا پيل شوي دي. او  دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دوام لري .
دترلاسه شويو  شميرنو له مخې ددغه کمپاين له پيل څخه تراوسه پورې دلسو ورځو په بهير کې دننګرهارولايت  په بېلابېلو  سيمو کې په کابو دوه زره جريبه ځمکه کې  کرل شوي کوکنار  اړول شوي دي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته