امنیت

په ننګرهار کې په هوايي بريدونو کې طالبانو او داعشيانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر دچنګاښ دريمه :
په ننګرهار کې په هوايي بريدونو کې شپاړلس ډار اچوونکي ووژل شول او څو نوريې ټپيان شول .
درارسېدلو خبرونو له مخې،  بريدونه  له تېرې شپې څخه تر نن سهار  پورې دننګرهار په ځينو برخوکې دډار اچوونکو پر سنګرونو ، دناټو او دافغانستان هوايي قوتونو ترسره کړي دي .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو يو جګپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې دطالبانو او داعشيانو دډلو شپاړلس   غړي ووژل شول او لسګونه نور يې ټپيان شول .په وژل شويو کې ددغو ډلو څلور قوماندانان هم شامل دي .
دملي اردو دغه قوماندان وويل   چې په بريدونوکې دوسله والو طالبانو څو مرکزونه او پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه وړل شوي دي
ختم_ شکريه  _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته