کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په ننګرهار ولايت کې دافغان پوځيانو او د ناتو دځواکو په هوايي بريدونو کې د داعش ډلې ته د سر دروند زيان واوښت دغه هوايي بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغه ولايت په ځينو سيمو کې د داعشيانو پرسنګرونو شوي دي .
دغه بريدونه دافغانستان او ناتو ځواکونو له خوا د داعش پرسنګرونو شوي دي .
په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو پرسنګرونو په لومړي هوايي بريد کې اوولس تنه داعشيان ووژل شول.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼۍ باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دغه هوايي بريد کې ١٧ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل : پر دغو داعشيانو په اچين ولسوالۍ کې دهغوى په پټنځي بريد وشو .
ديوبل خبرله مخې : دکوټ په ولسوالۍ کې د داعشيانو پرسنګرونو په هوايي بريدونو کې د دريو پاکستانيانو په ګډون د داعش نهه غړي ووژل شول.
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونو کې دسيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
0 1 دقیقه لوستل