کابل باختر دکب ديارلسمه :
دننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو دنويو هوايي او ځمکنيوبريدونوډګر و
دغه بريدونه په تيرو څليرويشتو ساعتو کې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې دداعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
دغه بريدونه تيره شپه دننګرهار ولايت دهسکې مينې ، کوټ او داچين په ولسواليو کې دداعشيانو په پټنځي ترسره شول چې په نتيجه کې اته څلويښت تنه داعشيان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې اته څلويښت تنه داعشيان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونوبوخت و هوايي بريد وشو .
ويل کيږي ددغو بريدونو په بهير کې سرتيرو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى
له بله پلوه پوځيان د هسکې مينې ، کوټ او داچين په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو دشپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه راز ويل کيږي چې دننګرهار ولايت امنيتي ځواکونو تيره شپه او نن سهار د څه ناڅه اتو ماينونوپه کشفولو او شنډولو سره ديولړ چاودنو مخه نيولې ده .
دغه ماينونه دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې ځاى پرځاى شوي و چې دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شول .
0 1 دقیقه لوستل