امنیت

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو دسردروند زيان

کابل باختر دکب  ديارلسمه :
دننګرهار ولايت  د داعشيانو په سنګرونو دنويو هوايي او ځمکنيوبريدونوډګر و
  دغه بريدونه  په تيرو  څليرويشتو ساعتو کې د ننګرهار ولايت  په ځينو سيموکې دداعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
دغه بريدونه تيره شپه  دننګرهار ولايت  دهسکې مينې ، کوټ او داچين  په ولسواليو کې  دداعشيانو په پټنځي  ترسره شول  چې په نتيجه کې  اته څلويښت تنه داعشيان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل  چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې  اته څلويښت تنه داعشيان  ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
  په دغو داعشيانو  کله چې  په تروريستي فعاليتونوبوخت و  هوايي بريد وشو .
  ويل کيږي  ددغو بريدونو په بهير کې  سرتيرو او ملکيانو ته  زيان نه دى اوښتى
  له بله پلوه  پوځيان  د هسکې مينې ، کوټ او داچين  په ولسواليو کې  دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو  دشپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
  دغه راز ويل کيږي  چې دننګرهار ولايت امنيتي ځواکونو تيره شپه او نن سهار  د څه ناڅه  اتو ماينونوپه کشفولو او شنډولو سره  ديولړ چاودنو مخه نيولې ده .
  دغه ماينونه  دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې ځاى پرځاى شوي و  چې دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته