په ننګرهار کې په نوي هوايي بريد کې دداعش دپنځلسو غړو وژل .

کابل باختر د ثور لسمه :
په ننګرهار ولايت کې دبهرنيو ځواکونو په نوي هوايي بريد کې دداعش پنځلس غړي ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دهسکې مينې ولسوالۍ دنرې اوبه په کلي کې بريد وشو .
دننګرهار دوالي وياند عطالله خوږياني باختراژانس ته خبر ورکړ په دې هوايي بريد کې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په داعشيانو د هسکې مينې ولسوالۍ په يوه پټنځى کې بريد وشو .
دننګرهار دوالي وياند وايي دغه بريد دناتو دبې پيلوټه الوتکې په واسطه شوې دى .
ويل کيږي په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .