امنیت

په ننګرهار کې په نويو جګړو کې ١١ تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٤ :
په ننګرهار ولايت کې دنويو جګړو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړې له تيرې شپې  څخه ترنن سهار پورې  ددغه ختيځ ولايت  په  ځينو
سيمو کې روانې وې  .
دافغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي  قوماندان د  باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو جګړو کې دطالبانو د ډلې شپږ تنه  غړي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل ؛ چې دغه جګړې د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې له وسله والو طالبانو سره  د پوځيانو  دنښتو په بهيرکې رامنځته شوي دي.
ويل کيږي چې  په دغوجګړو کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته