امنیت

په ننګرهار کې پاکستاني طالبانو ته د سر زيان واوښت

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
په ننګرهار کې د پوځيانو په بريد کې پاکستاني طالبانو ته د سر زيان واوښت.
په بريد کې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون پنځه وسله طالبان ووژل شول او                  د پنځه پاکستاني طالبانو په ګډون ٧ نور يې ټپيان شول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغو وسله والو طالبانو غوښتل په شېرزادو ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړي چې له ځمکې او هوا څخه پرې بريدونه وشول.
قول اردو په نښته کې د يو سرتېري وژل کېدل او د يو بل سرتېري ټپي کېدل تائيد کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته