امنیت

په ننګرهار کې ٦٠ کيلوګرامه چرس ضبط شول

جلال آباد /باختر/ دچنګاښ ٧مه :
د ننګرهار پوليسو  پرون ٦٠ کيلوګرامه چرس ضبط کړل .
د ننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ د ننګرهارله نشه يي توکو دسره مبارزې پوليسو ٦٠  کيلو ګرامه چرس چې په  يوه تونس ډوله موتر کې  ځاى پرځاى شوي و دننګرهار  په سرخرود ولسوالۍ کې ضبط شول .
خوږياڼي زياته کړه ؛ پوليسو يو کس د دغو نشه يي توکو د ليږدولو په تورنيولى دى .
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته