امنیت

په ننګرهار کې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د لړم اتمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې د هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
دغه طالبان له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې د خوږياڼيو ولسوالۍ په ځينو برخو کې تر بريدونو لاندې راغلل .
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يو جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې  ١٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د څه ناڅه يوې اوونۍ په بهيرکې د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو په ولسوالۍ کې  د افغانستان او ناتو د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ٥٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته