امنیت

په ننګرهار کې ١٤ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور ونيول شول

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د ننګرهار پوليسو  پرون  ١٤ تنه  د جنايي جرمونود ترسره کولو په تور ونيول
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل: چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونوکې  د پلټنې په وخت  اود عملياتوپه بهير کې د دغه ولايت  له مرکز  جلال اباد ښار او له اړوندو ولسواليو څخه ونيول شول.
  خبرځاى وويل چې  په نيول شويو کسانو  د غلا،  انسان تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى .
ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته