کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
د داعش د ډلې ١٤ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
په دغو داعشيانو پرون ناوخته د هسکې مينې او اچين په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې د داعش د ډلې ١٤ تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل: دغه داعشيان د ډار اچوونکو بريدونو په ترسره کولو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دغه هوايي بريدکې اوسيدونکو ته د سر زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې:
په ننګرهار ولايت کې د يولړ چاودنې مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار په ګڼ مېشتو سيموکې شپږ مايونه کشف او شنډ کړل.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې پوځيان د جنګي وسايلو د درېيو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګاڼې تېره شپه په کوټ، هسکې مينې او اچين ولسواليوکې کشف شوې چې څو سپکې او درندې وسلې هم ترې ترلاسه شوې دي .
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيان او طالبان له دغو ډيپوګانوڅخه په ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_ شکريه _اکرم
0 1 دقیقه لوستل