په ننګرهار کې ١٢ تنه داعشيان ووژل شول .

کابل باختر دوري اوومه 
دداعشيانو دډلې  ١٢ تنه غړي  تيره شپه دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ١٢ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو دروداتو، دربابا ، هسکې مينې او دخوږياڼيودولسواليو  په ځينو سيمو  بريدونه شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې ،  په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو مرکزونه او پټنځي هم ويجاړ شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي امنيتي مامورانو نن سهار څلور ماينونه دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لاروکې کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى
ديوبل خبرله مخې، په ننګرهار ولايت کې پوځيان  د  وسلو اومهماتو  ديوه ډيپوپه کشفولو بريالي شول .
له دغه ډيپو څخه چې دجلال اباد ښار ته څيرمه کشف شوه  يوشمير سپکې او درندې وسلې  ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته