ټولنه

په ننګرهار کې يو واټ جوړېږي

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
په ننګرهار ولايت کې د يوسړک د جوړولو کار نن پيل شو .
  دغه سړک  په سره رود ولسوالۍ کې  د ٢٥٠٠ مترو په اوږدوالې اود څلور نيم مترو په سور سره جوړېږي .
دغه سړک  د حکومت له خوا د څه دپاسه  درې ميليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړېږي .
  د هېواد په ختيځ کې د ولسي تړون  د ملي پروګرام  د رسنيو مسوول عطامحمد باختراژانس ته وويل : ټاکل شوې ده  له سېلاونو څخه د دغه سړک  د خونديتوب لپاره  د شپږ سوه مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال او د درې سوو مترو په اوږدوالې ويالې  جوړ شي .
ددغه سړک  جوړول ښار ته د بزګرانو  د حاصلاتو او ناروغانو  په لېږدونه کې د اسانتياو تر څنګ  د زرګونو تنو کليوالي خلکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته کوي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته