روغتیا

په ننګرهار کې يو روغتون بيا رغول کېږي

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هغه روغتون د بيا رغولو کار پيل شو چې په وروستيو کې د ډار اچوونکو په بريد کې ويجاړ شوى و. د "ادا" مرستندوی بنسټ د دغه روغتون د بيا رغولو مسووليت په غاړه اخيستى دى. د ننګرهار د هسکې مينې ولسوال رضوان الله بشرمل باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې ده تر شپږو مياشتو پورې د دغه روغتون نوي تاسيسات ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د دغه روغتون ويجاړول د دې سبب شول چې د سيمې سلګونه ناروغان د درملنې لپاره د جلال آباد ښار روغتونونو ته لاړشي. له بله پلوه د ننګرهار د عامې روغتيا رياست يو مسوول وايي چې دوى دغه روغتون بيا په طبي تجهيزاتو او وسايلو سمبالوي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په دغه روغتون کې روغتيايي کار کوونکي ګوماري. په دغه روغتون کې له ويجاړولو مخکې هره ورځ د لسګونو ناروغانو درملنه کېده. د هسکې مينې اوسېدونکي له دې امله چې دغه روغتون بيا جوړېږي؛ خوشحاله دي. ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته