امنیت

په ننګرهار کې يوه سړي خپله ځوانه ميرمن او کوچنۍ لور وژلي .

کابل باختر د وږي نهمه : په ننګرهار ولايت کې يوه سړي خپله ځوانه ميرمن او کوچنۍ لور وژلي دي . دغه پېښه تېره شپه دننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د بالادې په ساحه کې د دغې ميرمنې او ميړه په کور کې رامنځته شوه . د دغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې، تورن سړي دخپلې ځوانې ميرمنې او کوچنۍ لور له وهلو او ډبولو وروسته ، هغوى وژلي . د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييده کړه او ويې ويل چې، د دغې وژنې دعامل د پيژندني او نيونې لپاره هڅې پيل شوي دي . تراوسه پورې د دغې پيښې انګيزه نه ده روښانه شوې . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته