امنیت

په ننګرهار کې يوسړي دنشه يي توکو دليږدونې په وخت کې ونيول شو

کابل باختر د مرغومي نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې يوسړي دنشه يي توکو دليږدونې په وخت کې ونيول شو .
  پوليس وايي  چې دغه سړي  درې څلويښت کيلوګرامه چرس  په مهارت سره  په يو تونس موټر کې ځاى پرځاى کړى و  او غوښتل يې  چې هغه  کابل ته وليږدوي  چې ونيول شو .
  دغه سړي  پرون ناوخته  دکابل جلال آباد دلويې لارې په اوږدو کې ددرونټې  دپلټنې په پوسته کې نيول شوى ده .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال  له درې څلويښتوکيلوګرامو چرسو سره  ددغه سړي نيول کيدل تاييدوي  او وايي  چې ددغه  ختيځ ولايت امنيتي ځواکونو  په  وروستيو څومياشتو کې  له نشه يي توکوسره  دمبارزې په برخه کې  زيات برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته