امنیت

په ننګرهار کې له ٢٤ کيلوګرامو چرسو سره د دوو تنو نيول کيدل

دجلال آباد ښار باختردلړم دمياشتې١١نيټه : دوه تنه په ننګرهار ولايت کې دنشه يي توکو له دوو انډيو سره ونيول شول. دغه کسان پرون ناوخته دجلال آباد ښار د کابل له اډې څخه ونيول شول . دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ دغو نيولو شويو کسانو ٢٤ کيلوګرامه چرس يې په ډيرمهارت سره په يوه موټر کې ځاى پرځاى او غوښتل يې د جلال آباد ښار يوې څنډې ته وليږدوي . نيولو شويوکسانودپوليسو په لومړنيو تحقيقاتوکې دنشه يي توکو په لسګونو مواردو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته