کابل باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
په ننګرهار ولايت کې له لسګونو بيوزلو او اړو کورنيو سره مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې جامې او د پخلنځي لوښي شامل دي چې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست له خوا په دغو کورنيو ووېشل شول .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راسنتولو د چارو رياست يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ په دې پړاو کې په څلور سوه دېرشو اړو کورنيو مرستې وويشل شوې.
د يادونې وړ ده چې دغه کورنۍ له پاکستان څخه نوې هېواد ته راستنې شوي دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. پاى سعيده ذ