-کابل باختر د زمري اوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړوکورنيو سره مرسته وشوه .
په دې دوره کې له څلور سوه اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته شوې ده .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو چارو درياست يو خبرځاى باختراژانس ته وويل له هرې کورنى سره دشپږ مياشتو دلګښت په اندازه خوراکي توکي مرسته شوې ده .
پرون هم له ٢٠٠ اړو او له پاکستان څخه له راستنو شويو کورنيوسره په تورخم کې مرسته وشوه .
سيمه ئيز مسوولين وايي چې داړو کورنيو سره دمرستې بهير دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ