په ننګرهار کې لسګونه جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي
کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د يو استنادي دېوال په جوړېدو سره د خلکو د استوګنې کورونه، بڼونه او لسګونه جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت دغه دېوال د٣٠٠ مترو په اوږدوالي په سپين غر ولسوالۍ کې د سيند ترڅنګ جوړېږي.
د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره لسګونه کورونه او بڼونه او ۷۰ جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي.
ټاکل شوې ده دغه استنادي دېوال تر دوو مياشتو پورې جوړ شي.
ختم-ج-ا