امنیت

په ننګرهار کې عمليات په برياليتوب سره دوام لري

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢مه
دننګرهارولایت دبټی کوټ ولسوالی په اړونده سیمه کی دقهرسیلاب عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دی.
دغه راز د ننګرهار ولایت په مربوطاتوکی (۷)ماینونه کشف اوشنډ شول.
د۲۰۱ سیلا ب قول اردومطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دقهرسیلاب  عملیات دننګرهارولایت دبټی کوټ ولسوالی په اړونده سیموکی دولسی پاڅون کوونکو دملاتړ ، نوموړی سیمی دوسلوالومخالفینو اوترهګریزو ډلوله شتون څخه دپاکولو او دولسوالیوشورا او ولسی جرګی انتخاباتوته دزمینی برابرولوپه موخه دملی اردو، ملی پولیس ، سیمه يیز پولیس اودملی امنیت ځواکونو په ګډون د۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا په مشری څه موده وړاندی پیل شوی او په بریالیتوب سره دوام لری بایدوویل شی چی دیادوعملیاتو پرمهال دولسی پاڅون کوونکودپوستوپه جوړولوباندی کارجریان لری .
دیادونی وړده : وسلوالومخالفینواوترهګرو تیره ورځ دننګرهارولایت سرخرود اوبټي کوټ ولسوالیو په اړونده سیمو کی (۷)ماینونه دورانکاروفعالیتونوداجرا په موخه ځای پرځای کړی وو ، چی د۲۰۱ سیلا ب قول اردو دڅلورمی پلی لوا دماین پاکۍ ټیم له خوا مخکی له چاودنی کشف او شنډ شول. پاى- سعيده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته