امنیت

په ننګرهار کې طالبانو او دعشيانو ته دسردروند زيان

کابل / د لړم ٢١مه / باختر : 
شپاړس وسله وال ډاراچوونکي په  ننګرهار کې له پوځيانو سره په  جګړو کې              ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو تېره شپه او نن سهار د دغه ختيځ ولايت په ځينو سيمو کې له   ځمکې او هواڅخه برېدونه  وشول.
دهېواد په ختيځ کې  دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل ؛ په دغو برېدونو کې د داعش او وسله والو طالبانو  شپاړس غړي ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول .
هغه وويل:  په دغو برېدونو کې  د وسله والو ډاراچوونکو  څو مرکزونه  او موټرونه        له منځه يووړل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه دلسو ماينونو په کشف اوشنډولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله.
پاى   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته