په ننګرهار کې طالبانو او داعشيانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
کابل –باخترد کب دمياشتې ٣٠
دننګرهار ولايت د داعشيانو او طالبانو په سنګرونو دهوايي او ځمکنيو بريدونو ډګرو.
دغه بريدونه په تيرو څلورويشتو ساعتو کې د اچين ،خوږياڼيو د کوټ په ولسواليو کې دترسره شول چې له امله يې ٣٣ تنه وسله وال طالبان او داعشيان ووژل شول.
له بله پلوه په ننګرهار کې پوځيان دوسلو دشپږو ډيپوګاڼو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې دخوږياڼيو،هسکې مينې ،کوټ او داچين دولسواليو په مربوطاتو کې دپوځي عملياتو په بهير کې کشف او ترلاسه شوې دي .
دغه راز ويل شوي دي چې دننګرهار امنيتي ځواکونو تيره شپه دڅلورو ماينونو په کشف او شنډولو سره ديو لړ چاودنو مخه نيولې ده.
دغه ماينونه دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو سيمو او لارو کې ښخ کړى شوي و چې دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شول.