امنیت

په ننګرهار کې طالبانو او داعشيانو ته دسرزيان اوښتى دى .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
٢١ ډار اچوونکي په ننګرهار کې دځمکنيو او هوايي برېدونوپه بهير کې ووژل شول .
دغه کسان دطالبانو او داعشيانو په ډلو پورې  اړوندبلل شوي دي  چې تېره شپه او نن سهار دشيرزادو ، خوږياڼيو اود اچين  دولسواليو په ځينو سيموکې پرې برېدونه وشول .
  دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په وژل شويو کسانوکې دداعش دډلې ٤ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
هغه تاييد کړه چې په دې هوايي او ځمکنيو برېدونوکې  ٢١ ډار اچوونکي  ووژل شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار کې  له ګڼ مېشتو لارو څخه  دلسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
وسله وال طالبان ددغوماينونو دښخولو عاملين بلل شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته