خبرونهټولنه

په ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غويي ۲۲مه، باختر 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په ننګرهار کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «ایکو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په لاجګړ کلي کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د اوبو رسولو د یوې شبکې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

په یاده شبکه کې د ۵۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۱۰۸ شیردانونو نښلول او د ۲۰۰۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د یادې شبکې په ګټې اخیستنې سره، د یاد کلي ۱۵۰۰کورنیو، د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته