ټولنه

په ننګرهار کې سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابرېږي

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سلګونو اړو ښځو ته د کار د زمینې د برابرولو لپاره هلې ځلې کوي. ټاکل شوې ده د دغه پروګرم په چوکاټ کې ښځې د میوو د تولید او پروسس او د سبو د وچولو په برخو کې په کار بوختې شي. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله ساپي باختر آژانس ته وویل چې ډېر ژر د میوو او سبو د وچولو۱۸۰ دستګاوې د سلګونو ښځو په واک کې ورکرې شي چې دوی د میوو په تولید او پروسس کې ترې ګټه واخلي. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته