– کابل / د لیندی ۱۸ / باختر
د یوښوونځي لپاره د نویو تاسیساتو په جوړولو سره سلګونو زده کوونکو د زده کړې مناسبه فضا ترلاسه کړه.
دغه ښوونځی په یو پوړ کې شپږدرسي خونې لري او کولای شي په دریو وختو نو کې ١٠٠٠ زده کوونکي زده کړې وکړي.
د ننګرهار د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا ریاست مسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه اداره د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره څه د پاسه ٤ میلیونه افغانۍ لګوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ښوونځي سلګونه زده کوونکو نجونو او هلکانو مخکې له دې د درسي خونې د نه شتون په دلیل په پرانستې فضا ترخیمې لاندې زده کړې کولې.
پای-ع