امنیت

په ننګرهار کې زیاتې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې

کابل باختر د چنګاښ ۲۳ مه
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې اته واړه او غټ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفري باختر اژانس ته وویل چې، څو ورځې وړاندې ګډو افغان ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ څو کلي پلټل شوي چې د پلټنې پر مهال لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
یاد عملیات چې د ډاډمن امنیت د تامين او د جمهوري ریاست د ټولټاکنو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه پیل شوي، لا هم دوام لري.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته