جلال اباد باختر د زمري ۲۲ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلټنو پر مهال لسګونه میله وسلې او نظامي تجهیزان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،په نیول شویو وسلو کې لس کلاشینکوفونه،پنځه تومانچې او يو شمېر نور نظامي تجهیزات شامل دي.
سرچینه زیاتوي دغه پلټنې چې تېره ورځ د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې شوي دي او تراوسه پورې دوام لري دغه راز د لسګونو تورو ښېښو لرونکو موټرونو ښېښې هم سپينې شوي دي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ