په ننګرهار کې د ۳۱ میلیونو افغانیو په لګښت دوه پروژې رغول کېږي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۳۱ میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوال او د کبانو بچیانو د روزنې تولیدي فارم د جوړولو چارې پیل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې دغه پروژې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د کوز کونړ ولسوالۍ په عبدالخلېلو او پاچاهي کلا سیمو کې جوړوي. په دغو پروژو کې د شاوخوا ۹ میلیونو افغانیو په لګښت د ۵۵۰ مترو په اږدوالي د استنادي دېوال او د ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت په ۱۰ جریبه ځمکه کې د کبانو بچیانو د روزنې تولیدي فارم جوړول شامل دي چې د بنسټ ډبرې یې کېښودل شوې.
د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل وايي چې په دغو پروژو کې ۵۵۰ متره استنادي دېوال او د کبانو بچیانو د روزنې تولیدي فارم شامل دي چې د ۳۱ مېلیونو افغانیو په لګښت به ورغول شي.
په ورته ووخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپی وايي چې د یاد استنادي دېوال په جوړېدو سره به په سیمه کې د ځمکو په ساتلو کې د پام وړ بدلون رامنځته شي، سیند به مهار شي او هم به حاصلات ډېر شي.
هغه زیاتوي: هغه فارم لرونکي چې د کبانو کاروبار کوي، له دې فارم څخه به ورته روزل شوي د کبانو پچي ورکول کېږي چې ترې کټه واخلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته