-جلال اباد باخترد زمري د میاشتې ۱۸ مه
د ننګرهار پولیسو د اچین ، هسکې مینې او د نازیانو ولسوالیو په مربوطاتو کې دیو بهرنی په ګډون څلور تنه وسله وال مخالفان ، اودجلال اباد ښار د څلورمی ناحیې په ساحه کې یو تن انسان تښتونکی نیولي دي.
د ننګرهار ولایت د امنيې قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر اژانس ته وويل چې د اچین ولسوالۍ پولیسو دعبدالخیلو اړوند د چینې په سیمه کې د کشفي راپورونو په مټ یو تن بهرنی وګړی او د داعش وسله والی ډلی فعال غړی مشهور په ابوالدر فاروق ، او دهسکی مینی د ولسوالۍ پولیسو د جنګی په ساحه کې دپلټنو پر مهال د سید یوسف په نامه د داعش دډلی غړی نیولی دی .
د زیاته کړه دغه راز دنازیانو ولسوالی دامنیې قوماندانی پولیسو داستخباراتی معلوماتو له مخې دوه تنه د وسله والو طالبانوسره دغړیتوب په تورنیولي دي.
په ورته وخت کی دجنایی جرمونو پر وړاندې دمبارزی پولیسو د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د اکمالاتي بیز په سیمه کې یو تن دانسان تښتونې په تورنیولی دی .ديادونې وړده چې ټول نیول شوی تورن کسان د ننګرهارولايت د امنیې قوماندانی په اړونده ادارو کې تر پوښتنو لاندې دي .پای/رووفي
1 1 دقیقه لوستل