ورزش

په ننګرهار کې د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل/باختر/ د چنګاښ ۸ مه
د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سيالۍ د ډکې ایګل لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د لعل پورې ولسوال نعمت الله نورزي باختر آژانس ته وويل چې دغه سيالۍ يې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ پیل کړې وې او د سولې په اړه يې هم په کې پيغامونه وړاندې کړل.
ولسوال وايي چې ډېر ژر به د لعل پورې او يو شمېر نورو ولسواليو د ځوانانو ترمنځ هم د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت سيالۍ پيل کړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته