په ننګرهار کې د کرکټ د خصوصي اکادمي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
کابل / د غبرګولي ۹ / باختر
په ننګرهارکې د کرکټ د خصوصي اکادمۍ د جوړولوکارنن پیل شو.
د ګلبهارد کرکټ اکادمۍ ټاکل شوې ده د ننګرهار په مرکزجلال آباد ښارکې د یو افغان پانګوال له لوري جوړشي.
د دغه اکادمۍ په تاسیساتوکې د کرکټ د تمرین ځای ، زده کړیزمرکز، د بدن د ښکلا د کلپ او د لامبو وهلو د حوض جوړول په پام کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وویل چې په دغه اکادمۍ کې به د کرکټ د زده کړې د سلګونوعلاقمندو ځوانانوظرفیت ولري.
د دغې اکادمۍ مسولین هیله لري چې دغه مرکزبه ډېرژر د هېواد په ختیځ کې د ځوانانو ترمنځ د کرکټ د لوبو د زده کړې په کانون بدل شي.
ټاکل شوې ده د ګلبهارکرکټ اکادمۍ به په یوکال کې جوړشي.
پای-جهانیار