خبرونهTOPټولنه

په ننګرهار کې د ډوبې شوې کښتۍ ۱۶ سپرلۍ ژغورل شوې دي

کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر

د ننګرهار ځايي مسوولین وايي چې د مهمندرې ولسوالۍ په باسول سيمه کې د پرون سهار ډوبې شوې کښتۍ له امله اته تنه مړه،۱۶ نور ژغورل شوي او دوه تنه لا هم تري تم دي. 

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي ویلي، چې د ژغورل شويو له ډلې پنځه تنه روغ رمټ او ۱۱ نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې درې ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته وړل شوي دي.

باید وویل شي چې د پېښې په لومړیو کې باختر اطلاعاتي آژآنس ته په را رسېدلو معلوماتو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته