امنیت

په ننګرهار کې د ډار چوونکو بريدونو وروسته د موټرسايکلونو په تګ راتګ بنديز لګول شوى دى .

کابل باختر د  ثور  لومړى :
په ننګرهار ولايت کې له موټرسايکل څخه په استفادې  سره  د ډار اچوونکو بريدونو له زياتوالي وروسته  د دغې وسيلې  په تګ راتګ بنديز  لګول شوى دى.
  د ننګرهار د پوځي شورا  د لارښوونې له مخې ،له شنبې ورځې څخه په جلال اباد ښار  او  نږدې ولسواليو کې موټرسايکلونه  تګ راتګ نه شي کولاى .
ددغه اقدام له مخې  هغه موټرسايکلونه چې  قانوني سندونه هم لري  نه شي کولاى تګ راتګ وکړي .
د ننګرهار د والي وياند  عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل  چې، دغه بنديز له موټرسايکل  څخه په استفادې سره د ډار اچوونکو بريدونو  له زياتوالي وروسته  لګول شوى دى .
ده وويل په ننګرهار ولايت کې ډار اچوونکو په خپلو وسله والو بريدونوکې  له موټرسايکلونو څخه  استفاده کوي .
د ننګرهار ولايت پوځي مقامات  هيله لري  چې د موټرسايکلونو  په تګ راتګ  د بنديز په لګولو سره  د دغه ولايت په زياتو برخو کې د خونړيو ډار اچوونکو بريدونو کچه تيټه کړي .
  پخوا هم  دننګرهار ولايت  سيمه يېزو مقاماتو د ډار اچوونکو بريدونو له زياتوالي وروسته  د موټرسايکلونو  په تګ راتګ  بنديز لګولى و .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته