جلال اباد باختر د غويي د مياشتې ١٢ مه
پرون ماښام د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار د اطفايې کوڅې ته څېرمه د يوې چاودنې له امله يو تن ووژل شو.
ځايي چارواکي وايي چې؛ دغه چاودنه په يوې کرولا ډوله موټر شوې ده چې؛ له امله يې يو تن وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءلله خوږياڼي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، دغه چاودنه د يو عام وګړي په موټر شوې چې په ياد سيمه کې يې د ګلانو نرسري لرله.
سرچينه زياتوي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه چاودنه په موټر کې د ځاى پر ځاى شويو چاوديدونکو توکو او يا هم د چسپکې ماين له امله شوې ده.پاى_ وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ