په ننګرهار کې د څښاک د اوبو زېرمه جوړه شوه

جلال اباد/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۵ مه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو د پيره خېلو په سرۍ ژۍ سیمه کې د نږدې درې میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو زېرمه جوړه شوه.
ځايي چارواکي وايي چې دغه زېرمه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په مالي لګښت رغول شوې چې په ترڅ کې یې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شوه.
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس انجنیر مجیب الرحمن ضیاء د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه زېرمه د دوو میلیونو ۶۶۶ زره ۶۶۷ افغانیو په لګښت رغول شوې چې په رغول کېدو سره یې د سیمې د خلکو ستونزې اوارې او پاکو اوبو ته یې لاس رسی پيدا کړی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته