په ننګرهار کې د څه د پاسه ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو کار بشپړ شو

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر

د ټولګټو وزارت له لوري د ننګرهار په هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې، د څه د پاسه ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د رغولو کار بشپړ شو او د يو شمېر سيمه ييزو مسئولینو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

باختر آژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د هسکې مېنې ولسوالۍ په تور راغه سیمه کې د ۲۵ متره په اوږدوالي او اووه متره لوړوالي ‏سره، د يو استنادي دېوال د رغولو کار د څه د پاسه درې ميلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ شوی چې رغنیزې چارې یې د شاوخوا ۴۰ ورځو په موده کې بشپړ شوې دي.

دغه راز د ياد ولایت د کوټ ولسوالۍ په عطا خان سيمه کې د حلقوي سړک د تخريب د مخنيوي

‏په موخه، د ۱۲۰متره په اوږدوالي، ۷.۲ متره لوړوالي او درې متره پلنوالي سره، يو استنادي دېوال کار د څه د پاسه اووه ميليونه افغانيو په ارزښت په درېيو مياشتو کې بشپړ شوی دی.

‏هېره دې نه وي چې د يادو دېوالونو په رغولو سره به د يادو سړکونو د لا تخريب مخه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته