کابلباخترد چنګاښ ٢٨ مه
د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت د څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار د سره رود د دووسړکې په ګډون تر درونټې سیمې پورې د ګڼ شمېر پروژ پيل شوې چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي، د خپلواکۍ د سلمې کالیزې تر را رسېدو وړاندې به د اسد تر پنځه ویشتمې نېټې پورې د سره رود د دوو سړکې څلور لارې د جوړولو چارې بشپړې شي.
هغه زیاتوي،تر یادې مودې پورې به د سره رود د دوو سړکې له سیمې څخه تر سرخ اب پورې د سړکونو په منځ کې ځانګړي ګروپونه نصب کړي، ګلدانونه به رنګ کړي، په څلور لارې کې به څلی جوړ کړي، شاوخوا دوه نیم کیلو متره نوی سړک به له ګلدانونو، ترافیکي اشارو او نورو ملحقاتو سره ورغوي، چې په ټولیز ډول به پرې شاوخوا څلوېښت میلیونه افغانۍ لګښت راشي.پاىوصال
0 1 دقیقه لوستل