خبرونهورزش

په ننګرهار کې د ځوانانو د یووالي په نوم د ټېب بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د شينوارو شپږګونو ولسواليو ورزشي مديريت له خوا په نازیانو ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي په نوم د ټېب بال کرکټ سیالۍ د پاچا سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د سیالیو پایلوبه د پاچا سټار او لنډۍ اېلون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې پاچا سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته په ټاکلو لسو اورونو کې د ۱۲۸ منډې هدف وټاکه او سیالې لنډۍ اېلون سټار لوبډلې یې په تعقیب کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې وکړې او سیالي یې د ۱۷ منډو په توپیر پاچا سټار لوبډلې ته وبایلله.

یاده دې وي، چې دغه سیالۍ د نظام د ملاتړ او د ځوانانو د یووالي په موخه ترسره شوې په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او هر لوبغاړو ته یې یو ورزشي لباس ورکول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته