کابل باختر دثور لسمه :
د داعشيانو د ډلې ٢٦ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې؛ له تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې په نويو بريدونوکې ٢٦ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د غني خېلو ، روداتو ، هسکې مېنې او دکوټ د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيان د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلود يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
په دې ډيپو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه يېز مقامات وايي چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .ختم_ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل