امنیت

په ننګرهار کې د پوځيانو د نويو بريدونو له امله دوه ويشت تنه داعشيان وژل شوي دي.

_کابل باختر دثور نهمه
د داعشيانو د ډلې  ٢٢ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې، په نويو بريدونوکې  ٢٢ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل:  په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د دربابا ، هسکې مينې ، اچين او د خوږياڼيو د ولسواليو  په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛  په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي هم له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو  نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو  د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلود يوه  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
په دې  ډيپو کې يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
سيمه يېز مقامات وايي  چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله . ختم_ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته