کابل باختر دثور لومړى :
د داعشيانو د ډلې ٢٧ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوقوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې ٢٧ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت دبټي کوټ ، هسکې مينې روداتواو د دربابا د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لاروکې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيان په ننګرهار ولايت کې د وسلو اومهماتو ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
دغه ډيپو د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په يوه پټنځي کې ساتل کېده .
له دغه ډيپوڅخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي. ختم_ج _ اکرم