په ننګرهار کې د پوځيانو د نويو بريدونو له امله لس تنه داعشيان ووژل شول
کابل باختر دوري ديارلسمه
د داعشيانو د ډلې ١٠ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې د تېرې شپې په نويو بريدونوکې ١٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ، دربابا ،بټي کوټ او د خوږيانيو د ولسواليو په ځينو سيمو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يوځاى دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي ختم_ج _ اکرم